له کرونا سره د مبارزې عالي دولتي کمېټه د تازه اقداماتو خبر ورکوي. ددغه کمېټې مشر او غړو د ولسي جرګې د روغتیا کمیسیون ته ویلي چې له کرونا سره د مبارزې لپاره باید بودیجه تعدیل شي او ددغه پدیدې پر وړاندې د مبارزې لپاره باید لا ډېرې پیسې ځانګړې شي. د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز بیا ویلي چې سر له نن به په کابل کې د لسو زرو روغتیايي کارکوونکو روزنه پيل شي څو وکړی شي د کرونا د ناروغانو مصونه درملنه وکړي. همدا راز به په کابل کې د کرونا پر وړاندې د مبارزې په کرښه کې د فعالو ډاکټرانو لپاره د محافظتي جامو د تولید یوه فابریکه هم کار پیل کړي. د عامې روغتیا وزیر وایي دوی هڅه کوي خپلو امکاناتو ته په کتو ددغه ویروس پر وړاندې مبارزه وکړي. د ولسي جرګې غړو د کمېټې مشرتابه ته ویلي چې د خلکو بېوزلۍ او ستونزو ته په کتو باید د کرنټین پر مهال د هر ډول همکارۍ تیاری ولري.