د نوې لار په نننۍ خپرونه کې مو په ترکیه کې د افغان سولې په اړه پر جوړېدونکې غونډې خبرې کړې دي. ایا امریکایي ځواکونه په ټاکلي وخت له افغانستان وځي؟ که بهرني ځواکونه پر ټاکلي وخت ونه وځي، د ترکیې غونډه به تر سره شي؟ دا هغه پوښتنې دي چې زموږ مېلمنو ورته ځوابونه ویلي دي. د خپرونې مېلمانه مو دي، په امریکا کې مېشت لیکوال او د سولې څارونکی واحد فقیري او په کابل کې د پوهنتون استاد او د سولې فعال هدایت الله پکتین. د خپرونې کوربه اسد وحیدي دی. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.