په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو لا هم لانجه شته، په ترکیه کې د لویې بین الافغاني غونډې لپاره هڅې رواني دي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړی استازی له ترکي چارواکي سره د دې غونډې په اړه خبرې کوي. افغان سیاستوال او د مصالحې عالي شورا هم دا غونډه برخلیک ټاکونکې ګڼي. له دې سره امریکا وايي چې تر مې پورې خپل ځواکونه له افغانستان څخه نه شي ایستلی او ویل کېږي چې امریکا او طالبان د ځواکونو په وتلو کې پر ځنډ همدا اوس خبرې کوي. که د طالبانو او امریکا ترمنځ د ځواکونو د وتلو یا نه وتلو په اړه یوه هوکړه او پرېکړه ونه شي، د ترکیې پر غونډې به یې اغېز څه وي؟
تر اوسه پورې یو څه روښانه دي او هغه دا چې تر مې میاشتې پورې به امریکايي او ناټو ځواکونه له افغانستان څخه ونه وځي او د دوحې د هوکړې خلاف به دا ځواکونه په افغانستان کې پاتې وي. دا چې په دې اړه به نوې هوکړه کېږي او که څنګه، لا معلومه نه ده، خو امریکا غواړي په دې اړه له طالبانو سره خبرې وکړي او ویل کېږي چې دا خبرې پیل شوې هم دي. امریکا په دوو دلایلو له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په وتلو کې ځنډ کوي: لومړی دا چې په بین الافغاني خبرو کې پرمختګ نه دی شوی او امریکايي چارواکي وېره لري چې د دوی د ځواکونو وتل به افغانستان د خونړیو جګړو لوري ته بوځي او ښايي هغسې بدلونونه پکې راشي، چې بیا دوی ته په سرخوږي واوړي. دویم دا چې د امریکا او ناټو ترمنځ د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال په دې اړه همغږي نه وه، اوس چې بایډن راغلی، غواړي هر څه له ناټو سره په همغږۍ او ګډه وکړي؛ ځکه نو د ځواکونو وتل به څو میاشتې نور هم ځنډېدلي وي. امریکا په دې اړه له طالبانو سره خبرې کوي او ښايي د دې چارې د منلو لپاره طالبانو ته ځینې امتیازات هم ورکړي.
که د طالبانو او امریکا ترمنځ د ځواکونو د وتلو او یا په وتلو کې د ځنډ په اړه هوکړه ونه شي، د ترکیې غونډه به ناکامه شي، ځکه چې اصلي لانجه به پاتې وي او طالبان به تمایل ونه لري چې بین الافغاني توافق وشي. که په دې اړه د دواړو لورو ترمنځ توافق وشي، بیا به د ترکیې غونډه بریالۍ وي. له بله اړخه که توافق پر دې وي، چې د ځواکونو په وتلو کې څو میاشتینی ځنډ راشي، نو بیا به د ترکیې غونډه هم ځنډېږي. له همدې امله دا مهمه ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د ځواکونو د وتلو په اړه څه پرېکړه کېږي.
که د بهرنیو ځواکونو پر وتلو یا په وتلو کې پر ځنډ توافق کېږي، خو مهم اړخ دا دی چې باید په بین الافغاني خبرو کې اساسي پرمختګ وشي، دواړه اړخونه نرمښت وښيي، اوربند وشي، بندیان خوشې شي او د سولې په برخه کې نور مهم او اساسي ګامونه واخیستل شي.