په فرانسه کې د کرونا بلې څپې سختې اندېښنې پارولې دي. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون تېره ورځ په یوه تلویزیوني پیغام کې ویلي چې سر له نن په فرانسه کې د څلورو اونیو لپاره عمومي کرنټین عملي کېږي. د نوموړي په وینا یوازې د خوراکي او نورو ضروري توکو کاروبارونه به پرانیستي وي له دې ورهاخوا ټول کاروبارونه تړل کېږي او فرانسویان اړ دي چې له خپلو کورونو په انلاین بڼه کار وکړي. همدا راز ښوونځي هم تړل شوي دي او زده کوونکي به په انلاین ټولګیو کې برخه اخلي. د فرانسې ولسمشر له خپلو خلکو د احتیاط غوښتنه کړې ده. په اروپا کې د کرونا د نوې څپې له راتګ سره هممهاله په ګڼو هېوادونو کې د فرانسې په څېر محدودیتونه وضع شوي دي.