په دې وروستیو کې داسې هڅې روانې دي، چې امریکا غواړي د افغان سولې پروسه او واک ملګرو ملتونوته وسپاري. که څه هم امریکا تر اوسه پورې په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو په ترکیه د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د افغان سولې په اړه د حکومت او طالبانو د غونډې جوړېدل یې ښه بېلګه ده. د افغان سولې په اړه ګاونډي او د سیمې هېوادونه هم په یوه خوله نه دي. د سپوږمۍ څار په نننۍ خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، د افغان څېړنیز او مشورتي مرکز مشر غلام جیلاني ځواک او د سیاسي چارو کارپوه لطیف آرش. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.