د وروستیو معلوماتو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ۱۱۴۲۷۲ کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي. همدا راز تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ۱۸۵۳۶۱۹ کسه په دغه ویروس اخته شوي دي. له دې ویروس تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ۴۲۷۸۰۶ کسه بېرته جوړ شوي دي. امریکا کې د مړو شوو شمېر ۲۲۱۱۵ ته رسېدلی دی او اخته کسان هم پکې ۵۶۰۴۳۳ ته رسيدلي دي. ایټالیا کې د مړو شمېر ۱۹۸۹۹ او هسپانیا کې بیا دا شمېره ۱۷۲۰۹ ته رسېدلې ده. د افغانستان په څنګ کې ایران کې مثبتې پېښې ۷۱۶۸۶ ته رسېدلې او ۴۴۷۴ ایرانیان کرونا مړه کړي دي. پاکستان کې مثبتې پېښې ۵۳۷۴ او د مړو شمېره بیا ۹۳ ته رسېدلې ده. ازبکستان کې مثبتې پېښې ۸۹۶ دي. هند کې بیا مثبتې پېښې ۹۲۴۰ ته رسېدلې دي.