د مصالحې عالي شوار وايي چې دوی د ترکیې غونډې لپاره جوړې شوې بېلابېلې طرحې ارزوي او یوه معقوله طرحه به ترې را وباسي. د مصالحې عالي شورا وايي چې پرون په دې اړه یوې کمېټې غونډه هم کړې او شاوخوا دېرش طرحې چې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او حکومت له خوا وړاندې شوي، تر ارزونې لاندې دي. د مصالحې عالي شورا وايي چې دوی به له دې طرحو څخه یوه داسې طرحه را وباسي، چې ټولو اړخونو ته د منلو وړ وي او د ترکیې غونډې ته به له یوې طرحې سره ورځي.
د افغان سولې په تړاو په ترکیه کې د طالبانو، حکومتي مشرانو او مطرحو سیاستوالو ترمنځ یوه برخلیک ټاکونکې غونډه جوړېږي. دا غونډه چې ویل کېږي لس ورځې به دوام کوي، ټاکل شوې چې د اپرېل په ۱۶مه جوړه شي، خو پکې د ځنډ شونتیا شته. د ښکېلو اړخونو مشران به په دې غونډه کې د سولې په تړاو اساسي پرېکړه کوي. د دې غونډې په تړاو د خبرونو له پیل سره د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په نارسمي ډول یوه طرحه هم له ښکېلو اړخونو سره شریکه کړې وه. په دې طرحه کې د سولې د انتقالي حکومت وړاندیز شوی، چې باید په ترکیه کې پرې هوکړه وشي.
د خلیلزاد هڅو او په ځانګړي ډول د سولې د انتقالي حکومت طرحې په کابل کې چارواکي خپه او اندېښمن کړل او له طرحې سره یې مخالفت وکړ، خو وروسته یې له خپله اړخه د یوې طرحې خبره وکړه. په دې طرحه کې له وخت وړاندې د ټاکنو خبره شوې او ورسره اوربند هم غوټه شوی دی. په کابل کې د حکومت له دې طرحې سره مخالفتونه وشول او آن داسې ښکارېدله چې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله هم له دې طرحې سره موافق نه دی. په دې وروستیو کې دا خبره هم را پورته شوه چې ګواکې د ترکیې غونډې ته به له کابل څخه یوه طرحه نه ورځي، بلکې څو طرحې به وي. حکومت به له وخت وړاندې د ټاکنو طرحه وړاندې کړي. ډاکټر عبدالله د سولې انتقالي حکومت طرحې ته نږدې یوه طرحه وړاندې کوي او ځینې نور سیاستوال به هم طرحې ولري. ویل کېږي چې ډېرې طرحې جوړې شوي او له دې ډلې یې ۳۰ هغه د مصالحې له عالي شورا سره شریکې شوې هم دي. که له کابل څخه د ترکیې غونډې ته څو طرحې ورځي او غږ واحد نه وي، نو نه یوازې دا چې د دې اړخ پر دریځ به منفي اغېز وکړي، بلکې د سولې پروسه به هم له ستونزو سره مخ کړي.
له دې اندېښنې سره سره چې د ترکیې غونډې ته به له کابل څخه ورتلونکي کسان څو طرحې ولري، د مصالحې عالی شوار وايي، متفاوتې طرحې ارزوي او له ټولو څخه به یوه داسې ګډه طرحه را وباسي چې هم معقوله وي او هم یې ټول اړخونه ومني. که د مصالحې عالي شورا وتوانېږي چې د ترکیې غونډې ته له کابل څخه ورتلونکی پلاوی په یوه غږ کړي، دا به مهم ګام وي، خو داسې نه ښکاري چې ټول اړخونه به واحد غږ پیدا کړي او یا دې ارګ د مصالحې د عالي شورا په غوښتنه له خپلې طرحې او دریځ څخه تېر شي.