ګلف نیوز ویلي، چې د تراویح لمونځ به په سعودي عربستان کې د روژې په میاشت کې په کور کې وشي او جوماتونو ته د ورتلو محدودیتونه به د کرونا وبا تر ورکېدو پورې دوام ولري. دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان تېره ورځ په خپل هېواد کې د کرونا وبا د خپرېدو اوسني حالت ته په پام سره د ګرځبندیز موده تر راتلونکې خبرتیا پورې اوږده کړه. تر دې مخکې سعودي چارواکو د عمرې مراسم لغو کړي دي او ویلي یې دي چې ښايي په جولای میاشت کې د حج مراسم هم لغو کړي.