د سامسُنګ کمپنۍ قاتېدونکې مخپاڼه لرونکي ځیرک موبایلونه د کاروونکو له تود هرکلي سره مخشوي او بې شمېره مینهوال لري. د سامسُنګ کمپنۍ د اوسنيو قاتېدونکو مخپاڼه لرونکو ځیرک موبایلونو مخپاڼې یوازې یوه برخه کې قاتېږي او په دې ډول کاروونکي یو ځیرک موبایل هم د موبایل او هم د ټبلېټ په توګه کارولی شي. خو اوس سامسُنګ کمپنۍ غواړي څو داسې قاتېدونکې مخپاڼه لرونکي ځیرک موبایلونه جوړ کړي، چې مخپاڼه يې دوه ځایه قات شي او د دې موخې لپاره يې ډیزاین او له امریکا څخه د جوړولو جواز هم تر لاسه کړی دی. د سامسُنګ کمپنۍ د دغه ځیرک موبایل ډیزاین د مارچ په ۱۶مه خپور شو. د ډیزاین په اړه خپرو شویو معلوماتو کې د دغه ځیرک موبایل د ځانګړنو او دا چې له کوم ډول موادو څخه به جوړېږي، څه نه دي ویل شوي. د دې ډيزاین په مرسته به کاروونکي وکولی شي لویه مخپاڼه لرونکی ټبلېټ د یو کوچني ځيرک موبایل په توګه خپل جیب کې ولېږدوي.