د راپورونو له مخې نن سهار مهال د جلال اباد ښار د لغمان اډې په سیمه کې د پولیسو پر یوه رنجر ډوله موټر چاودنه شوې چې له امله یې دوه کسه وژل شوي دي. راپورونه وایي چې په پېښه کې د درېیو پولیسو په ګډون اتلس کسه نور ټپیان دي. په ټپیانو کې د درېیو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی شوی دی او پاتې تر لومړنیو درملنو وروسته له روغتون رخصت شوي دي. تر اوسه کومې ډلې ددغه پېښې مسوولیت نه دی منلی او نه یې هم په اړه لا ډېر جزیات له رسنیو سره شریک شوي دي.