د اسراییلو پوځ اعلان کړی دی، چې د پوځیانو تر منځ یې کرونا وبا په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او تر اوسه پورې ۱۵۵ عسکر پر یاده ناروغۍ اخته شوي دي. اوس تازه د اسراییلو پوځ خپل درې زره او ۱۲۴ عسکر قرنطین کړي دي. د پوځ په خبر پاڼه کې راغلي چې تر اوسه پورې یې ۳۰ تنه عسکر له کرونا ناروغۍ څخه ښه شوي او داحتیاط لپاره له دندې رخصت شوي دی. د اسراییلو د روغتیا اداره وایي، چې تر اوسه پورې په اسراییلو کې ۱۱ زره ۲۳۵ تنه په کرونا ناروغۍ اخته شوي ۱۱۰ تنه نور یې مړه کړي دي.