په روسیه کې د هند سفیر ویلي، چې کرونا وبا به له روسیې څخه د اېس ۴۰۰ دفاعي سېستم پر تسلیمۍ منفي اغېز ونه کړي، بلکې په خپل ټاکلي وخت به دغه معامله تر سره شي. د هند سفیر زیاته کړې، (( زه فکر نه کوم چې د کرونا ناروغۍ ددې معامله په برخه کې خنډ جوړ کړي، هیله ده له روسیې سره ټول نظامي تړونونه پر خپل وخت تر سره شي.)) د روسیې د نظامي خدمتونو مرستیال ولادیمیر دروژوف په فبرورۍ میاشت کې ویلي، چې تر ۲۰۲۱ کال پورې به هند ته په مکمله توګه اېس ۴۰۰ سېستم انتقال کړي او په دې برخه کې به هېڅ ځنډ رانه شي. هند په ۲۰۱۸ کال کې له روسیې سره د پنځه اېس ۴۰۰ سېستم د پېرلو تړون لاسلیک کړ، چې دغه کار د امریکا له سخت غبرګون سره مخ شو. هند د امریکا له مخالفت سره سره له روسیې سره دغه تړون لاسلیک کړ.