د راپورونو له مخې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په دوحه کې له طالب پلاوي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د زندانیانو پر خلاصون، د هوکړې پر بشپړ تطبیق، له هوکړې پر سرغړونې او نورو ورته مواردو خبرې شوې دي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم وایي، چې خلیلزاد د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره کتلي دي. دده په خبره په دې لیدنه کې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم حاضر و. دغه لیدنه د قطر د لومړي وزیر د مرستیال او د بهرنیو چارو د وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په کوربه توب ترسره شوې ده. شاهین وایي چې په لیدنه کې د هوکړې پر بشپړ تطبیق، د زندانیانو په خلاصون کې د ځنډ پر څرنګوالي او دغه راز له هوکړې پر سر غړونې خبرې شوې دي.