د کندهار عامې روغتیا رياست کې د بېړنيو پېښو د چمتووالي مسوول داکټر محمد سرور فېروزي وايي، د کرونا ناروغۍ د معلومولو لابراتوار کې د تشخيص لپاره نور کېټونه نه لري او کارونه يې په ټپه ولاړ دي. فېروزي وايي، د يادې ستونزې په اړه يې د حکومت مرکزي ادراې ته خبر ورکړی خو تر اوسه يې ځواب نه دی ترلاسه کړی. دا په داسې حال کې ده چې په کندهار کې يوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له دې سره په دې ولايت کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۹۰ ته لوړ شوی دی. د کندهار يو شمېر اوسېدونکي هم په دې اړه اندېښنه لري او وايي چې دا يوه لويه ستونزه ده.