سوني جاپانی څو ملیتي شرکت دی، چې مرکزي دفتر یې د جاپان توکیو ښار په میناتو نومي سیمه کې دی. د دغې شرکت فعالیتونه تر ډېره د الکترونیکي وسایلو تر جوړولو پورې محدود دي، خو تر څنګ یې په مالي برخو کې هم ځینې فعالیتونه لري.
په اوس وخت کې سوني په نړۍ کې د الکترونیکي وسایلو د تولید تر ټولو ستره کمپنۍ ده، خو د سامسنګ او ال جي تر څنګ، د نړۍ په هغو دریو غوره کمپنیو کې ولاړه ده چې تر ټولو ښه ټلوېزیزونه جوړوي. سوني کمپنۍ تر یوه نامه لاندې ډېرې نورې فرعي کمپنۍ هم لري، لکه د سامسنګ سرګرمۍ او کمپیوټري لوبو کمپنۍ، سوني پکچرز، سوني میوزیک، سوني فننشیال، هولدینز او د سوني د اړیکو کمپنۍ.
د ۱۹۴۶ کال د مې میاشتې په ۷مه ماسارو ایبوکا او آکیو موریتا دوو جاپانیو انجنیرانو په شریکه د توکیو تسوشین کوګیو په نامه شرکت جوړ کړ، موریتا هغه وخت ۲۳ کلن ځوان و، هغه دا مهال د فزیک برخه په اوساکا پوهنتون کې خلاصه کړې وه او د افسرۍ یوه دوره یې هم د جاپان په اردو کې تېره کړې وه.
هغه د جاپان د اردو پر تر ټولو مهمه څېړنیزه پروژه کې په دنده وګمارل شو، دغې برخې به هدایت شوي راکټ او داسې تجهیزات جوړول چې په شپه کې یې جګړه او لید آسانه کولو. د موریتا لپاره دا ډېره په زړه پورې وه چې د ټيم په اجرايي برخه کې یې دنده تر سره کوله. ایبوکا هم د سمندري ځواکونو د فني انجنیر په توګه په همدې ټيم کې فعال سړی و. تر هغه وخته یې تر ټلوو ښه اختراع د سمندري بېړیو لپاره د یوې وسیلې جوړول وو، هغه همدارنګه د هوايي ځواک لپاره یوه داسې آله جوړه کړې وه چې تر اوبو لاندې بېړۍ یې په نښه کولی شوی.
ایبوکا او موریتا د لومړي ځل لپاره د ۱۹۴۴ کال په مني کې د جګړې د څېړنو د کمېټې د غړو په توګه له یو بل سره لیدلي وو. همدا لیدنه وروسته د دې سبب شوه چې سوني شرکت جوړ شي. دوی همدا چې سره ولیدل په هېڅ وجه یې فرصت له لاسه ور نه کړ، ژر لاس پکار شول خپل ملاتړ یې پیدا کړل او د هغوی له پیسو په استفادې یې د ۱۹۴۶ کال په لومړیو کې سوني شرکت جوړ کړ.
دغو دوو کارپوهانو غوښتل چې نوي او د استفادې وړ وسایل جوړ کړي. د همدې کار لپاره یې د خپلې اړتیا وړ ټکنالوژي جوړه کړه. دوی به چې هر څه ته اړتیا لرله کوښښ یې کاوه چې جوړ یې کړي. دا فکر تر نن پورې په سوني کمپنۍ کې شته، دوی کوښښ کوي چې نوي شیان جوړ کړي.
د سوني کمپنۍ لومړنی محصول هېڅ وخت بازار ته نه دی وړاندې شوی، خو سوني کمپنۍ د لومړي ځل لپار د غږ د ثبت او خپرولو وسیله جوړه کړ. په ۱۹۵۰ کال کې یې بازار ته وړاندې کړه چې د جاپاني بازارونو پام یې ځان ته واړاوه.
ایبوکا او موریتا په هغه وخت کې سل کارکوونکي لرل، خو تر دې مهاله یې شرکت کوچنی او بې ارزښته و، په همدې وضعیت کې د ۱۹۵۳ کال په یوه ورځ هر څه بدل شول، په دې دورځ دواړو مشرانو نیویارک ته سفر وکړ او په دې توګه یې له بل شرکت څخه د ترانزیستورونو د جوړولو جواز تر لاسه کړ او په تولید یې پیل وکړ. په دې توګه د اردو یوه افسر له دویمې نړیوالې جګړې اته کاله وروسته د ۲۵ زرو ډالرو په ورکړې د نړۍ مهمه اختراع خپله کړه، نیوز ویک مجله لیکي، هغه داسې سړی و چې له جاپاني سوداګره یې د خلکو انتظار بدل کړ.
څلور کاله وروسته په ۱۹۵۷ کال کې ایبوکا او موریتا په نړۍ کې د لومړنۍ جیبي راډیو د پلور کار پیل کړ، دوی غوښتل چې د خپلې کمپنۍ لپاره یو نوی نوم پیدا کړي. نو د همدې لپاره یې سوني نوم خوښ کړ، چې د ځوانهکي هلک په مانا دی. د دوی موخه دا وه چې ګواکې دلته څو ځوانان دي چې په پوره انرژۍ د نړۍ د راتلونکو اختراعاګانو لپاره کار کوي.
له نامه وروسته سوني کمپنۍ امریکا ته مخه کړه، دواړه مشران په دې پوهېدل چې د نړۍ د راتلونکو اختراعاتو بازار به امریکا وي، نو د همدې لپاره یې د امریکا په بازارونو کې هڅې پيل کړې.
له هغې په را وروسته کلونو کې نورې اختراعاګانې هم وشوې، د نړۍ لومړني ټلوېزیونونه جوړو شول، چې سوني ستره ونډه په دې برخه کې لرله. نورې اختراعګانې هم وشوې، خو داسې نه وه چې د سوني کمپنۍ یوازې بریاوو ته مخه وه، دې کمپنۍ ځينې ماتې هم تجربه کړې دي. یو وخت چې موریکا او ایبوکا د ویډیو د ضبط وسیله جوړه کړه، نو دوی ډېر مغرور شول، آن تر دې چې هغه یې تر ډېره بازار ته نه وړاندې کوله، خو د دوی حریف شرکت پاناسونیک له موقع استفاده وکړه، همدا وسیله یې جوړه کړه، خلکو ته يې وړاندې کړه چې سوني کمپنۍ ستره ماتې تجربه کړه. د پاناسونیک اختراع په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړ، خو وروسته یې بیا دا تېروتنه تکرار نه کړه، د سي ډي او ډيسک په تولید کې یې کوښښ وکړ چې داسې تېروتنه ونه کړي او دا اختراع یې په خپل نامه ثبت کړه.
د شلمې پېړۍ په وروستیو کلونو کې، سوني کمپنۍ د موسیقي سي بي ایس کمپنۍ واخیسته، په هغه یې ستره پانګونه وکړه، وروسته یې د هالیوود یوه کمپنۍ د کلمبیا پکچرز په نامه واخیسته او همدا وو چې جاپان د ټولې نړۍ پر مخ د خپل اقتصاد قدرت وځلاوه. د جاپان لپاره سوني د دې بریا ستر لامل و، خو دې بریا ډېر دوام ونه کړ، جاپان په یوه لوی بحران کې غرق شو، په دې وخت کې موریتا چې مخ پر زړېدو و، وویل چې که د جاپان اقتصاد ډېرې نیمګړتیاوې ولري، نو یوه نیمګړتیا به یې دا وي چې له غرب سره یې په ځينو اقتصادي مسایلو کې ورته والی ښودلی دی.
په ۱۹۵۰ کال کې امریکايي ځوانانو د راډیوګانو اخیستلو ته مخه کړه، چې د دغه شرکت یولک راډیوګانې وپلورل شوې، په ۱۹۵۵ کال کې ۵ لکه رادیوګانې وپلورل شوې او دا بازار همداسې مخ پر ودې روان و.
سوني کمپنۍ همداسې مخ پر ودې وه، په ۲۰۰۱ کال کې یې د سوني د یوه بل جاپاني شرکت، سویدي اریکسون په نامه د سوني اریکسون موبایلونو په تولید لاس پورې کړ، چې وروسته یې په ۲۰۱۲ کال کې یاد شرکت په مکمله توګه واخیست. یاده کمپنۍ د سوني د موبایلونو د جوړولو کمپنۍ ده، چې د وروستیو شمېرو له مخې تر ۸ زره ډېر کسان په دې برخه کې پر کار بوخت دي.
سوني په ډېرو سختو شرایطو کې وده کړې ده، د هیروشیما بمبار، جګړې او د جاپان کمزوری اقتصاد هغه سخت شرایط وو، چې یاده کمپنۍ پکې غوړېدلې ده، خو همدې کمپنۍ د جاپان نوم په نړۍ کې وځلاوه او نړیوالو ته یې وښودل چې دوی د څومره لوړ کار ظرفیت لري. محصولات یې قوي او د باور وړ دي، د وروستیو شمېرو له مخې، د سوني کمپنۍ کلنی پلور ۷۲ ملیارده ډالره دی.
سوني کمپنۍ ځينې مهم محصولات تولید کړي دي، چې نن هم په نړۍ کې خپل ځای لري. د بېلګې په توګه، په ۱۹۸۲ کال کې یې د ویډیو لپاره د بتاکم په نامه فیلم جوړ کړ، یو کال وروسته یې ۹۰ میلي متره کوچنی ډیسک جوړ کړ، چې وروسته وروسته یې پلور او جوړښت پراخ شو او د سي ډي بڼه یې غوره کړه.
سوني یوازې په پورته یادو شوو برخو کې فعالیت نه کوي، د موسیقي په برخه کې سوني میوزیک د نړۍ تر ټولو ستره کمپنۍ ده. دا کمپنۍ په جاپان او نړۍ کې د کنسرتونو د جوړولو ستره شبکه هم لري.
وروسته په ۱۹۹۳ کال کې چې سوني د کمپیوټري لوبو بازار ته دننه شوه، په دې برخه کې یې ستر بدلونونه راوستل، چې د همدې لپاره یې پلې استېشنونه جوړ کړل چې نن هم په نړۍ کې د سوني کمپنۍ د لوبو دا سیستم تر ټولو قیمته او ښکلی دی.
د ۲۰۰۵ کال په جون میاشت کې سوني کمپنۍ کونیکا مینولتا کمپنۍ واخیسته، دغې کمپنۍ د کامرو د تولید په برخه کې فعالیت کاوه، دې کار سوني ته دا اجازه ورکړه چې دی اس ال ار الفا ۱۰۰ کامره جوړه کړي، دا کامره یې په ۲۰۰۶ کال کې معرفي کړه، چې د نړۍ د هغه وخت تر ټولو پر مختللې ڼکنالوژي پکې کارېدلې وه. د سوني کامرې نن هم د نړۍ تر ټولو پر مختللې کامرې دي، نه یوازې ثابتې کامرې جوړوي؛ بلکې د موبایلونو او ټابلېټونو لپاره هم لېنزونه تولیدوي. د نړۍ د موبایل جوړولو سترې کمپنۍ اوس هم خپلې کامرې له سوني کمپنۍ اخلي.
سوني کمپنۍ پر یادو برخو سربېره، د کمپیوټرونو په تولید کې هم خپله ونډه لري. د لپټاپ تر ټولو قوي بېټرۍ تولیدوي چې پر خپل ځان سربېره یې پر نورو کمپنیو هم پلوري.
سوني کمپنۍ په ۲۰۰۷ کال کې اعلان وکړ چې غواړي د او ال ای دي پر ټکنالوژۍ سمبال ټلوېزیونونه د جاپان بازارونو ته وړاندې کړي. د دغو ټلوېزیونونو لومړنی ماډل اکس ای ال و چې ۱۱ انچه ښیښه یې لرله، وروسته یې په ۲۰۰۸ کال کې ایچ ډي ۲۷ انچي ټلوېزیون بازار ته وړاندې کړ. سوني کمپنۍ دمګړۍ د نړۍ تر ټولو پرمختللې او قیمتي کامرې جوړوي او همدارنګه اوس هم د جاپان ډېری الکترونکي کارونه تنظموي.