له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو د امریکا د ولسمشر له پرېکړې وروسته ښکاري، چې د افغانستان د سولې پروسه په ټپه درېدلې ده. د استانبول غونډه چې ټاکل شوې وه د اپرېل په ۱۶مه وشي، د اپرېل ۲۴مې ته وځنډېده، خو اوس ښکاري چې په دې نېټه به هم غونډه ونه شي. له بله اړخه په دوحه کې هم د سولې هېڅ خبرې نشته او دواړه اړخونه یو له بل سره هېڅ خبرې نه کوي. د دې تر څنګ کوم بل لوری هم د سولې لپاره محسوسې هڅې نه کوي.
اوس پوښتنه دا ده چې دا حالت به تر کله دوام کوي او پایلې به یې څه وي؟
د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې پر اساس باید ټول بهرني ځواکونه د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستان څخه وتلي وای، خو د امریکا نوي ولسمشر ویلي چې دا چاره به تر سپټمبر پورې بشپړه شي. طالبانو بیا دې ته په غبرګون کې ویلي چې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې به په هېڅ داسې غونډه کې ګډون ونه کړي، چې د افغانستان په اړه پکې پرېکړه کېږي. طالبان د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې ځنډ هم یوازینۍ ستونزه نه ګڼي، بلکې وايي چې د دې تر څنګ د امریکا لخوا ورسره کړې دوې نورې ژمنې هم نه دي عملي شوې، چې پکې د بندیانو خلاصون او له تور لېسته څخه د طالب مشرانو ایستل شامل دي. دې چارې د سولې خبرې ځنډولې او اوس داسې ښکاري چې که امریکا تر سپټمبر پورې خپل ټول ځواکونه وباسي، نو له هغې وروسته به طالبان د سولې په تړاو برخلیک ټاکونکو خبرو ته را ګرځي.
اوس له دواړو اړخونو د جګړې خبرې کېږي او داسې ښودل کېږي، چې ګواکې تر سپټمبر پورې به جګړې وشي. له بده مرغه د دې جګړې زیان به بیا هم افغانانو ته وي او دواړو اړخونو ته به افغانان ووژل شي. دا جګړه یوازې افغاني اړخونو او ولس ته زیان اړوي او هېڅوک به پکې قاطع بریا ونه لري، ځکه چې طالبان ماتېږي نه او د حکومت تر شا به بیا هم امریکا او ناټو ولاړه وي او پرې به یې نه ږدي چې طالبان یې ونړوي. له همدې امله جګړه به وي، خو یو لوری به هم پکې بریا نه خپلوي، خو مرګ ژوبله او زیان به یې ټول افغاني وي.
دا په ټپه ولاړ حالت باید ختم شي او د سولې خبرې باید بېرته پیل شي. د دې لپاره باید دواړه اړخونه انعطاف وښيي. که د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې ځنډ راغلی، خو دوې نورې ژمنې باید عملي شي. د طالبانو بندیان باید د یو منظم پلان له مخې په تدریج سره خوشې شي. ورسره حکومت باید په رسمي ډول له ملګرو ملتونو وغواړي چې طالب مشران له تور لېست څخه وباسي. د دې په بدل کې باید طالبان اوربند یا اور کم اعلان کړي. په دې سره به د سولې په برخه کې اساسي پرمختګ شوی وي او دواړو اړخونو به د برخلیک ټاکونکې پرېکړې او هوکړې لپاره لاره هواره کړې وي. له دې پرته به نه یوازې د سولې په برخه کې کوم پرمختګ ونه شي؛ بلکې لا زیاتې ستونزې او خنډونه به پیدا شي او جګړې به هم پراخه مرګ ژوبله او زیان واړوي.