د راپورونو له مخې، ترکیه، قطر او ملګري ملتونه کوښښ کوي د طالبانو او امریکا ترمنځ د باور فضا پیاوړې کړي او طالبان دې ته وهڅوي چې د ترکیې په غونډه کې ګډون وکړي. طالبانو ته نږدې سرچینو رسنیو ته تایید کړې چې په دې تړاو هڅې روانې دي او ځینې پرمختګونه هم رامنځ ته شوي دي. د نوې لارې په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، په اروپا کې مېشت د سولې فعال حکمت الله حکمت او د سیاسي چارو شنونکی لطیف آرش. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.