هند د کب نیوونکو پر کښتۍ باندې د پاکستاني ځواکونو لخوا شوی برید په کلکو ټکو غندلی دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان کړی دی چې پاکستاني ځواکونو د هندي کب نیوونکو پر دوو کښتیو برید کړی، چې یو کس پکې سخت ټپي شوی او دغه برید یې د نړیوالو اصولو خلاف عمل بللی دی. د هند حکومت له پاکستان غوښتي چې په راتلونکې کې ددغه ډول کړنو څخه لاس واخلي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پر پوله د هندي او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې هم شوې دي او دواړه هېوادونه یو او بل د اوربند پر ماتولو تورنوي.