په چین کې د ایران سفیر ویلي، د نړۍ له هېوادونو په تېره بیا له ایران سره د چین مرستې د ستاینې وړ دي. محمد کشاورز زاده ویلي چې دغه طبي مرستې کولای شي د هېوادونو تر منځ اړیکې وغوړوي او لا یې پیاوړې کړي. په چین کې دوو خیریه بنسټونو «پانداریکا» او «سیخونگ» نن له ایران سره د مصنوعي اکسیجن جوړلو د ۷۰ دستګاوو مرسته وکړه، څو په بیړنیو حالاتو کې پر کرونا ناروغۍ اخته کسانو ته مصنوعي اکسیجن برابر کړي. چین له دې وړاندې هم له ایران سره دطبي توکو مرسته کړې وه او دغه هېواد ته یې د طبي چارو د متخصصینو ډله استولې وه څو په ایران کې د کرونا ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته وکړي. چین د ایران او افغانستان په ګډون د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه د طبي توکو مرستې کړې دي.