د فتح عراق ائتلاف مشر ویلي، سیاسي احزابو او ډلو لومړي وزیر الکاظمي ته د شرط په ډول ویلي چې که غواړې کابینه دې د باور رایه واخلي، نو ښه ده چې په عراق کې د امریکایي ځواکونو حضور ته د پای ټکی کېږدې. سعد السعدي «بغداد الیوم» ته ویلي، د عراق د لومړي وزیر الکاظمي تر ټولو ستر ماموریت د پارلمان د مصوبې عملي کول او له عراق څخه د امریکایي ځواکونو ایستل دي. السعدي ویلي، دا هغه لوی شرط دی چې په بدل کې یې الکاظمي د لومړي وزیر چوکۍ ته رسېدلی دی او په دې برخه کې ترې ضمانت اخیستل شوی دی. د فتح ائتلاف مشر ویلي له عراق څخه د امریکایي ځواکونو وتل الزامي دي او هېڅ لومړی وزیر هغه که الکاظمي وي او یا هم کوم بل یو نه شي کولی له دې کار څخه په شا شي. د عراق پارلمان د روان کال په جنوري کې له امریکا سره امنیتي تړون لغوه کړ او له دغه هېواد څخه یې د امریکایي ځواکونو د وتلو رایه ورکړه.