ولسمشر غني د ویډیو کنفرانس له لارې د هرات ولایت له ځايي چارواکو سره خبرې کړې دي او په دغه ولایت کې یې د کرنټين مودې د غځولو سپارښتنه کړې ده. ولسمشر په دې ویډیو کنفرانس کې د ځایي ادارې راپور اورېدلی دی او دوی ته یې د کرونا د کنټرول په تړاو د جدي اقداماتو سپارښتنه کړې ده. ولسمشر دغه راز د ځایي ادارې له لوري د خوړو بانک جوړولو اقدام هم ستایلی دی او له نورو ولایتي چارواکو یې غوښتي چې په ورته نوښتونو سره په خپلو ولایتونو کې د کرونا له امله د احتمالي بحران مخه ونیسي.