د افغانستان د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو په ګډون، ځینې هېوادونه د کرونا یوې نوې څپې لاندې کړي دي. یوازې په هند کې په دریو ورځو کې تر یو میلیون زیات کسان پر کرونا اخته شوي او زرګونه کسان یې وژلي دي. دغه راز په ایران کې هم د کرونا نوې څپه خوره شوې چې ډېر کسان پرې اخته شوي دي. په افغانستان کې په رسمي ډول د نوې څپې په اړه څه نه ویل کېږي، خو اوس هم خلک پر کرونا اخته کېږي او معلومه نه ده چې دا نوې څپه ده او که څنګه. د نوې لار په دې خپرونه کې مو له خپلو مېلمنو سره په همدې اړه خبرې کړې دي. د خپرونې مېلمانه مو دي ډاکټر محمد فیاض ساپی او د افغانستان د اسلامي طبي ټولنې جنرال سکرتر ډاکټر محمد یوسف طیب. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.