سبا جمعه د اپرېل په دېرشمه د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازي د افغانستان په اړه سره جرګه کېږي. بلخوا د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز په واشنګټن کې یوې غونډې ته ویلي چې له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو تر ټولو بده پایله به د افغان حکومت نسکورېدل وي. ددې تر څنګ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي، د روانې جګړې تر ټولو ستر مالي او ځاني زیان ملکي وګړو ته اوړي. د سپوږمۍ څار په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، په امریکا مېشت د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر عبیدالله برهاني او په لندن کې پخوانی دیپلومات او حقوقي سلاکار عزیز معارج. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.