د کندهار د عامې روغتیا ریاست وايي چې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د چین په ووهان ښار کې د روغتیا پالانو له تجربو کار اخلي. د یاد ریاست د مسوولینو په خبره، کندهار کې د کوویډ نوولس ناروغۍ روغتون کې ډاکټران او روغتیا پالان د ویډیو کنفرانس له لارې د وهان ښار د یوه روغتون د داکترانو سره په اړیکه کې دي او هغوی ورسره کاري تجربې شریکوي. د کندهار د عامي روغتیا رییس، محمد اشرف نادري وايي:«موږ هڅه وکړه، هغه ډاکټرانو چې چین کې زده کړې کړې دي، د دوی په مرسته مو، د چین زر بستریز روغتون ډاکټران پیدا کړل، او دا چې دوی ویروس یې څه ډول مهار کړ، خپلې تجرې را سره شریکوي.» کندهار کې د انتاني روغتون متخصص، سلیمان امیرزی زیاتوي:«د دوی طبابت ډېر تخصیصی دی، او ډېری یې پروفیسوران و چې خپلې تجربې یې شریکې کړې.» د کندهار د عامي روغتیا چارواکي وايي په کندهار کې کرونا ویروس د خپرېدو په حال کې دی او که خلک د قرنطین اصول مراعت نکړي، نو په دغه ولایت کې به کرونا ویروس مهاریدل ورته ستونزمن شي.