د لوګر په مرکز پل علم کې د یو روغتون څنګ کې پر یو مېلمستون موټر بم برید شوی دی. چارواکي وایي چې په دې برید کې ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان دي. ویل کېږي چې په دغه مېلمستون کې کانکور ته راغلي ځوانان او هغه سیمهییز پولیس وو، چې غوښتل یې ازرې ولسوالۍ ته ولاړ شي، خو د لاربندۍ له امله یې چورلکې ته انتظار کاوه. د برید پړه چا نه ده اخیستې، خو ارګ وايي چې دا د طالبانو کار دی او په دې برید سره یې وښوده چې د سولې اراده نه لري او غواړي حالت نور هم پېچلی کړي.
دا واقعاً یو وحشیانه برید و، چې پکې ملکي وګړو ته پراخه مرګژوبله واوښته. د روغتون په څنګ کې آن د موټر هارن باید ونه شي، خو دلته د روغتون څنګ کې موټر بم برید کېږي، چې دا د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف کار دی. څنګه یو انسان دومره وحشي کېدلی شي چې د روژې په مبارکه میاشت کې د یوه روغتون څنګ کې داسې وحشت وکړي!؟ که برید په پوره نظامي هدف شوی وي، بیا هم په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی. دا برید ښيي چې زموږ په هېواد کې د څومره وحشیانو لاسونه کار کوي او څومره ظالم او جاهل انسانان د دې هېواد د ورانۍ او د انسانانو د وژنې ماشین چلوي.
دا سمه ده چې هېڅ لوري د دې پېښې مسوولیت نه دی اخیستی، خو د جګړې هېڅ لوری هم له پړې خلاص نه دی. دا ډول پېښې ځکه کېږي چې جګړه ده او ځکه بیا بیا تکراریږي چې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي او جګړه زیاته شوې ده. که طالبان وايي چې برید موږ نه دی کړی، په دې له پړې خلاص نه دي، ځکه چې دوی همداسې بریدونه او جګړې کوي او که دا برید دوی هم نه وي کړی، خو د دوی جګړې او بریدونو داسې حالت ته لاره برابره کړې ده. حکومت هم د دې وحشت له پړې ځان نه شي خلاصولی. د حکومت کار دا نه دی چې یوازې طالبان ملامت کړي، بلکې حکومت د خلکو د امنیت ساتنې مسوول دی. حکومت اړ دی چې خلک خوندي کړي او د دې ډول پېښو مخه ونیسي. له بله اړخه د سولې په برخه کې د حکومتي چارواکو دریځ هم د جګړې د دوام او د دغه ډول پېښو د رامنځ ته کېدو سبب شوی دی. له همدې امله دواړه اړخونه د دې ډول وحشتونو عاملین دي او دوی یې په هېڅ ډول له مسوولیت څخه ځان نه شي خلاصولی.
د دغه ډول وحشتونو د دوام وېره ده او د یو بل پر ملامتولو او نیوکو یې مخه نه نیول کېږي. تر هغو چې جګړه وي او تر هغوم چې دواړه اړخونه یو پر بل بریدونه کوي، دا ډول پېښې به کېږي. که دواړه اړخونه رښتیا دا ډول وحشتونه نه غواړي، نو یوه روښانه لاره شته. دواړه اړخونه دې د سولې پروسه چټه کړي، د خنډونو د جوړولو پر ځای دې انعطاف وښيي، قرباني دې ورکړي، سرې کرښې دې نه باسي او ټوله هڅه دې وکړي چې د سولې خبرې بریالۍ شي. همدا یوه او یوازینۍ لاره ده چې د دغه ډول پېښو مخنیوی پرې کېدای شي. له دې پرته داسې پېښې پخوا هم شوې وې او بیا به هم تکرارېږي.