د سعودي عربستان رسمي خبري آژانس خبر ورکړی چې د حرمینو شریفینو د چارو عمومي رییس او د کعبې امام شیخ عبدالرحمن السدیس امر کړی دی چې سعودي عربستان کې،په کرونا وبا ټولو ناروغانو ته د ژر تر ژره زم زم اوبه ورسول شي، السدیس ویلي په داسې حال کې چې ټوله نړۍ کې د کرونا وبا درمل نه دي چمتو شوي زم زم اوبو څښل به په کرونا وبا اخته ناروغانو ته یو رواني ډاډ ورکړي او ممکن ډیر ناروغان له مرګه بچ شي. سعودي عربستان کې تر دې دمه د کرونا وبا (۵،۳۶۹) مثبتې پیښې ثبت او ۷۳ تنه یې مړه کړي دي.