پرون د مې درېیمه د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ وه. له دې امله د امریکا په ګډون ځینو بهرنیو هېوادونو او ملګرو ملتونو د رسنیو پر ازادۍ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې رسنیو او ژورنالېستانو ته د ور پېښو ګواښونو مخه باید ونیول شي. حکومتي چارواکي هم وايي چې دوی د بیان ازادۍ ته ژمن دي او د رسنیو او ژورنالېستانو پر وړاندې د ګواښونو د مخنیوي لپاره یې هڅې کړې او لا یې هم کوي.
په تېرو شلو کلونو کې تر بل هر وخت تېر او سږ کال رسنۍ او ژورنالېستان له سختو ګواښونو سره مخ دي. په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې ۱۱ خبریالان وژل شوي او په ۲۰۲۱ کال کې تر دې دمه څلور خبریالان وژل شوي دي. په همدې وخت کې ډېر ژورنالېستان وهل شوي او ځورول شوي او ورسره ډېرو رسنیو او خبریالانو ته ګواښونه هم شوي دي. ډېرو ژورنالېستانو د همدغو ګواښونو له امله خپل هېواد پرې اېښی، ځینو یې بیا په رسنیو کې کار او ژونالېستیک فعالیتونه پرې اېښي دي او ځینو بیا خپل ځانونه سانسور کړي او خپلې هڅې او کارونه یې محدود کړي دي. د دې تر څنګ ډېری هغه کسان هم په نښه شوي، وژل شوي او ګواښل شوي چې په رسنیو کې به یې د سیاسي شنونکو په توګه خبرې کولې او ډېری دا کسان اوس رسنیو ته نه ځي.
هېڅ لوری رسنیو او ژورنالېستانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې او ګواښونو مسوولیت نه اخلي. حکومت وايي، دا کار طالبان کوي، خو طالبان بیا دا خبره ردوي او وايي چې حکومت د دغو کړنو تر شا دی. له بده مرغه دغه وژنې او ګواښونه لا هم روان دي چې د ژورنالېستانو او رسنیو پر فعالیت یې منفي اغېز کړی دی. اوس ورځ تر بلې رسنۍ محدودیږي، هغه مسایل چې لانجمن دي او رسنیو ته ستونزې ترې پیدا کېدلی شي، همداسې پټ پاتې کېږي. ژورنالېستان او رسنۍ نه شي کولی چې پر ځینو مسایلو خبرونه، رپوټونه او نور پروګرامونه جوړ کړي، دوی خپل ځان سانسوروي، ځکه چې که دا کار ونه کړي، نو له مرګ سره مخ کېږي. له همدې امله د افغانستان رسنۍ او ژورنالېستان له بې ساري ګواښ سره مخ دي او د بیان ازادي تر بل هر وخت له ستونزو سره مخ شوې ده.
ټول اړخونه یوازې د شعار تر حده د رسنیو او د بیان د ازادۍ ملاتړ کوي، خو په عملي ډول ستونزې جوړوي. که خبره رښتیا شعاري نه وي او عملي وي، نو د رسنیو او ژورنالېستانو ستونزې باید کمې شي، د بیا ازادي باید پیاوړې شي، رسنۍ باید وغوړیږي، ژورنالېستان باید ځان سانسور نه کړي، خو خبره برعکس ده، نو ځکه تر اوسه پورې چې چارواکي څه وايي، یوازې د شعار په حد کې دي او له دې پرته په عملي برخه کې هېڅ هم نشته.
که د رسنیو او ژورنالېستانو اوسنیو ستونزو، هغوی ته ورپېښو ګواښونو او د بیان د ازادۍ په برخه کې خنډونو ته جدي پام ونه شي او په عملي ډول دا ستونزې حل نه شي، نو د بیان ازادي په واقعي مانا له منځه ځي. د ژرونالېستانو، رسنیو او په ټوله کې د بیان له ازادۍ پرته جمهوریت مانا نه لري.