د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پرله پسې جګړو، نښتو او چاودنو خبرونه دي. هره ورځ د لسګونو امنیتي ځواکونو او طالبانو د وژلو ادعاوې کېږي. د افغانستان د خلکو د هیلو او غوښتنو خلاف جګړه زیاته شوې، چې پکې د ښکېلو لورو ترڅنګ هره ورځ بې ګناه ملکي وګړي هم وژل کېږي. له دې سره د سولې هڅې هم په ټپه ولاړې ښکاري. نه یوازې د سولې خبرې روانې نه دي، بلکې ښکاري چې له جدي خنډونو سره هم مخ شوي دي. د نوې لار په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي؛ د سیاسي چارو شنونکی هدایت پکتین او د مدني ټولنې د فېدریشن مشر صدیق انصاري. بشپړه خپرنه دلته اورېدلای شئ.