په هرات کې د کرونا وبا له امله د مړو شویو او پر دې ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر په زیاتېدو سره اوس د هرات والي وایي، چې ددغه ولایت دښتې د قبرونو لپاره تیاروي. د هرات والي عبدالوحید قتالي خبرداری ورکوي، چې که خلک روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونه نیسي او قرنطین په سم ډول عملي نه شي په دې ولایت کې به ناورین رامنځ ته شي. د هرات والي خلکو ته په خطاب کې ویلي: «ولې روحیه درکړم چې ګواکي تاسو په کرونا ناروغۍ نه اخته کېږی، باید و وایم چې زه همدا اوس د قبر کیندلو په حال کې یم او د هرات دښتې د قبرونو لپاره تیاروم.» د هرات والي وايي، سختې ورځې په مخ کې لري او په کرونا ناروغۍ د احتمالي ۸۴۰۰ اخته کېدونکو کسانو لپاره بسترونه تیاروي. له دې سره په څنګ کې په دغه ولایت کې د قرنطین موده د ۱۴ نورو ورځو لپاره هم وغځول شوه. تر اوسه پورې په ټول هېواد کې د کرونا ۷۸۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې ډېری یې په هرات ولایت کې دي.