فارن افیرز خپرونې ‘د افغانستان لپاره د خطر او فرصت شېبه’، تر سرلیک لاندې د افغان ولسمشر اشرف غني یوه لیکنه خپره کړې ده. ولسمشر غني لیکي، له افغانستانه تر سپټمبر پورې د پاتې دوهنیم زره امریکایي سرتېرو د ایستلو په اړه د ولسمشر جو بایډن پرېکړهیې هېواد او ګاونډیانو ته یو نوی څپرکی پرانیزي او هغه د افغانانو، طالبانو او د سیمې لپاره د فرصت او هم د خطر شېبه بولي. نوموړی په خپله لیکنه کې لیکي، نور به د طالبانو جګړه چې وایي، د بهرني ځواک په وړاندې یې کوي، توجیه ونهلري. موږ په په نننۍ خپرونه کې پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، په امریکا کې مېشت لیکوال او د سولې فعال واحد فقیري او د سیاسي چارو کارپوه نصرت الله حقپال. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.