د ناټو عمومي منشي ینس سټولتنبرګ په تازه څرګندونو کې ویلي افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د پای ته رسېدو وړ ده. دده په وینا طالبان باید په دې باوري شي چې د جګړو له لارې بریا ته نه شي رسېدلی. هغه ویلی، سولې ته ښه لار دا ده چې ناټو د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکړي او ددغه پوځ په روزنه کې له خپلو ټولو امکاناتو استفاده وکړي. دده په خبره طالبان باید په دې پوه شي چې د سولې او له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو له لارې موخو ته رسېدلی شي. سټولټنبرګ همدا راز پر طالبانو دا غږ هم کړی چې له امریکا سره د سولې شوې هوکړې ته درناوی وکړي او تاوتریخوالی راکم کړي. سټولټنبرګ زیاته کړې چې د سولې هوکړه او د سولې په برخه کې هر اقدام د ناټو له ملاتړ برخمن دی او د هوکړې له مخې د خپلو ځواکونو کمولو ته هم ژمن دي.