سعودي عربستان به د حج په مراسمو کې بهرنیو وګړو ته د ګډون زمینه برابروي. د راپورونو له مخې د سعودي عربستان حکومت پرېکړه کړې چې د کرونا په دې سختو شرایطو کې د بهرنیو هېوادونو وګړو ته د حج په مراسمو کې د ګډون زمینه برابره کړي خو دغه مراسم به په ځانګړو شرایطو کې ترسره کېږي. سعودي چارواکو ویلي چې دغه شرایط به وروسته اعلان کړي. تېر کال د کرونا وبا د خپرېدو له امله د حج مراسم په خورا محدودیت کې یوازې د سعودي عربستان د کم شمېر وګړو له ګډون ترسره شول. خو دا چې په راتلونکو مراسمو کې به خلکو ته په کومو شرایطو د ګډون اجازه ورکول کېږي سعودي عربستان یې وروسته په اړه د معلوماتو ورکولو خبره کړې ده.