د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اختر په دریو ورځو کې د اوربند هرکلی کړی دی. یاد کمیسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دوی په هېواد کې وروستي تاوتریخوالي اندېښمن کړي وو او د اختر په دریو ورځو کې د ښکېلو لوریو ترمنځ د اوربند هرکلی کوي. دغه کمیسیون له ټولو ښکېلو لوریو غوښتنه کړې ده چې له فرصت څخه په استفادې دې تلپاتې اوربند وکړي او په هېواد کې دې د سولې لپاره خپلې هڅې لا ډېرې، پیاوړې او ګړندۍ کړي. د ویلو ده چې طالبانو د اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی چې وروسته بیا افغان حکومت هم امنیتي ځواکونو ته د اوربند د مراعاتولو امر کړی دی.