ځوان ډاکټر؛ اقبال عمري مو څنګه د سترګو پر وړاندې، د مرګ شېبې شمېرلې؟
په یوه روغتون کې هم پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو سره څوک مرسته نه کوي، قرنطین نشته، وینټیلاټور نشته، که وي هم څوک یې په کارولو نه پوهېږي او د جدي مراقبت برخې یا «ای. سي. یو» تړلې دي.
پرون یې تنفسي سېستم یو څه ګډ وډ و، خو د ذایقې او شامعې حس یې له کاره لوېدلی و، د افغان جاپان روغتون کې یې بستري نه کړ. یو ډاکټر چې عمري یې روغتون ته انتقال کړی و او ور سره و، په افغان جاپان روغتون کې شور جوړ کړ، څو عمري بستر کړي.
له شور او جنجال وروسته یې یو اتاق ورکړ، خو د سهار له نهو بیا د ماسپښین تر درې بجو پورې نه د ډاکټر څرک ولګېد، نه د نرس او نه یې هم د روغتون کوم خدمت ګار څنګ ته ورغی. له روغتون مو هیله وشکېده، اړ شو چې بېرته یې کور ته راولو، د اکسیجن ډبه مو ورته راوړه، خو څه ګټه به یې کړې وای، اکسیجن باید په معیاري ډول د عمري تر سږو رسېدلی وای.
زړه مو طاقت نه کاوه، لس نورو روغتونونه ته مو هم یووړ، ټولو را ځواب کړو، له سیاسونو سره مو اړیکې ونیوې، چې کېدای شي د دوی خبره ور باندې اغېز وکړي څو ډاکټران د عمري ژوند وژغوري، خو ګټه یې ونه کړه. د نړۍ ځینو هېوادونو او سازمانونو تر اوسه پورې ۲۵۰ میلیون ډالره د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه له افغانستان سره مرسته کړې ده، خو څه به یې کړو، د مرستو مدیریت نشته، ناروغ ته رسیدګي نه کېږي او د سترګو په وړاندې مو مري.
بلاخره یې د شپې وضعیت له کچې ډېر خراب شو، د شپې درې بجې امبولانس راغی، عمري یې د افغان جاپان روغتون ته انتقال کړ، له سختو سختیو او دردونو وروسته یې د سهار په څلور بجې روح حق ته وسپاره. دا دی د هغه ډاکټر صاحبانو کار، چې له کرونا سره د جګړې په لومړي خط کې پراته دي.
ډاکټر اقبال عمري دا هر څه په خپلو سترګو لیدل. دی خپله د اطفالو د عمومي جراهۍ د برخې متخصص و. هغه خپل مرګ په تدریجي ډول په سترګو لیدو. دا په داسې حال کې ده چې لسګونه ډاکټران په داوطلب ډول کار ته تیار دی، خو امکانات انحصار شوي دي او خپله ډاکټران هم له ناروغانو تښتي.
که څوک په کرونا ناروغۍ اخته وي، له روغتون یې رخصتوي، وایي په کور کې ځانونه قرنطین کړئ، په داسې حال کې کې ویره ده، هسې نه د کورنۍ ټول غړي یې په دې ناروغۍ اخته شي، لکه اخته شوي چې هم دي، ځکه کورنۍ دومره تجربه نه لري چې په سم ډول له ناروغ څخه ساتنه وکړي، که هر څومره هڅه وکړي، بیا هم ددې سل سلنه امکان شته چې دغه ویروس یې د کورنۍ ټولو غړو ته انتقال شي، ځکه امکانات نشته، خلک د اوسېدو لپاره کوټې نه لري؛ پاتې شو د ناروغ لپاره ځانګړی اتاق او نور طبي وسایل.
ایا دا کار په قصدي ډول ددې لپاره کېږي چې د مثبتو پېښو شمېر لږ وښایي؟ تازه څېړنې وایي، چې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره یوه تر ټولو ښه لار دا ده چې باید معاینات وشوي، شکمن او ان روغ کسان هم معاینه شي، خو ایا همدا یې لار ده؟ اصلي کیسه څه ده؟
بله دا چې عمري په شینو زاده روغتون کې معاینه خانه هم درلوده، د ورځې یې لسګونه کسان معاینه کول، کېدای شي ددې روغتون پرسونل او مراجعین هم په دې ویروس اخته شوي وي.
ډاکټر اقبال عمري دې اوس خدای وبښي، خو موږ باید د ځان او کورنۍ په اړه فکر وکړو، د ځان خیال باید وساتو، که خدای مه کړه پر کرونا اخته شو، نو له روغتونونو او حکومته مو لاس مینځئ، ځکه له بده مرغه په افغانستان کې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو د درملنې، قرنطین او مراقبت لپاره ځای نشته. خدای دې مل شي د وطن او د ملګرو.