د عامې روغتیا وزارت وایي چې په هېواد کې د کرونا ډیری ناروغان ځوانان، د ۲۰ او ۴۰ کلونو ترمنځ دي. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې دمه په ټول هېواد کې ۸۴۰ کسان پر کرونا ناروغۍ اخته، ۳۰ تنه مړه او ۵۴ نور روغ شوي دي. ددغه وزارت ویاند وحیدالله مایار د دغه ناروغۍ د ناروغانو په اړه نوي معلومات خپاره کړي دي. د معلوماتو له مخې، له یادو ناروغانو څخه یې اوه تنه له لسو کلونو کم عمر لري، ۵۹ ناروغان د ۱۰ او ۲۰ کلونو ترمنځ دي. د عامې روغتیا وزارت زیاته کړې چې ۲۵۶ ناروغان د ۲۰ او ۲۹ ترمنځ او ۲۳۱ نور ناروغان له ۳۰ څخه تر ۴۰ کلونو پورې عمر لري. د عامې روغتیا وزاروات وایي چې له هرو لسو ناروغانو څخه یې درې تنه ښځې دي او له ټولو ۸۴۰ ناروغانو څخه ۲۶ سلنه یې ښځې جوړوي.