د ټاکنیزو شکایتونو نهه تنه غړي چې کونړ کې د ټاکنو پایلو په فورم کې د بدلون راوستو په تور زنداني شوي وو، خوشي شول. ویل کیږي، چې د ټاکنیزو کمېسیونونو دغه نهه غړي پرون کابل کې د پلچرخي له زندان نه خوشې شوي دي. د ولسي جرګې د ١٣٩٧ کال د تلې مياشتې ټاکنو له ترسره کېدو وروسته د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او دغه راز د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ځینې پخواني غړي د مديريت پر کمزورتيا او رايو کې پر لاسوهنې تورن شول. د ټاکنو کمېسيون پخوانی مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد او د دغه کمېسیون شپږ غړي معاذ الله دولتي، رفیع الله بیدار، عبدالقادر قریشي، حفیظ الله هاشمي، ملیحه حسن او وسیمه بادغیسۍ او د شکايتونو کمېسيون پخوانی مشر عبدالعزیز اریایي او د دغه کمیسیون دوه نور غړي عبدالبصیر فایز او حمیرا حقمل تېر کال د وږي په ۱۲مه له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ محکمې، کونړ کې د ټاکنو پایلو په فورم کې د بدلون راوستو په تړاو هر یو په پنځو کلونو حبس محکوم کړل. خو له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د استيناف محکمې له وسیمې بادغیسې پرته نور تېر کال د مرغومي په ٢٥ مه هر یو پر دوه کاله او شپږ میاشتې تنفیذي بند محکوم کړل.