تېره شپه په یو وسله وال برید کې د پروان ولایت اړوند د بګرام هوایي ډګر شپږ کارکوونکي وژل شوی او درې نور ټپیان دي. د پروان د والي ویانده وحیده شهکار، وایي چې پر موټر سایکل سپور یو تن وسله وال تېره شپه نږدې لس بجې د یاد هوایي ډګر پر لسو کارکوونکو وسله وال برید وکړ. شهکار وویل چې پر یادو کسانو دغه برید هغه مهال دغه میدان ته څېرمه وشو، چې تر برید لاندې راغلي کسان نوي له دغه میدان څخه راوتلي وو. د هغې د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې له یادو لسو کسانو، شپږ وژل شوي، درې ټپیان دي او یو تن له بریده روغ وتلی دی. د هغې په وینا، په دغه برید کې یو تن وژل شوی او یو ټپي د کاپیسا ولایت او پنځه وژل شوي او دوه ټپیان د پروان ولایت اوسېدونکي دي. د پروان د ولایتي شورا غړی عصمت محمدي هم یاده پیښه تاییدوي او وایي، چې دغه شپږ کسان د بګرام اډې ته ډير نږدې وژل شوي دي. که څه هم نوموړی وایي، دغه کسان د طالبانو په برید کې وژل شوي، خو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.