په پکتیکا کې نن د دویمې ورځې لپاره هم د دې ولایت ګڼ شمېر اوسېدوونکو لاریون ته دوام ورکړی. د لاریون ګډونوال وایي، د امنیې قومندان لرې کېدل، د لومړۍ حوزې د امر بېرته په خپل ځای رواستل، د هغو کسانو نیول اوعدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل چې په وژنو او ځورولو کې لاس لري، د دوی غوښتنې دي. خو د پکتیکا د امنیې قومندانۍ مسئولین بیا د لاریون تنظیم کوونکي د شخصي ګټو په لرلو تورنوي. دوی زیاتوي، هغه کسان یې نیولي چې په ناقانونه کړنو او جرمونو کې لاس لري او په خبره یې د نورو کسانو د نیولو عملیات هم روان دي.