د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وبا د ۶۶ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ. روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وبا د ۴۶۵ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۶۶ مثبت ثابت شوي دي. د دغه وزارت د ویاند مرستیال توحید شکوهمند ویلي چې د یادو پېښو څخه تر ټولو زیاتې په کابل ثبت شوي دي. نوموړي زیاته کړې، ۲۶ مثبتې پېښې په کابل، ۱۵کندهار،۶ بلخ، ۵ کندز، ۴هرات، ۴هلمند، ۳ لغمان او یوه یوه هم په کونړ او ننګرهار کې ثبت شوې ده. د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساسس په دې سره په کرونا د اخته کسانو شمېر ۹۰۶ تنو ته ورسېد چې تر ټولو زیات یې په کابل، هرات او کندهار کې ولایتونو کې ثبت شوي دي. شکوهمند زیاته کړې چې تر دا مهاله په افغانستان کې د کرونا وبا له امله ۳۰ تنه مړه شوي او ۹۹ تنه نور له دغه ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي چې ۴۵ تنه یې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دي.