د افغانستان ګاونډیو هېوادونو، روسیې او امریکا د اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د غوښتنې ملاتړ وکړ. په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون شپه دافغان سولې په تړاو د ویډیو کنفرانس له لارې ، د چین، روس او امریکا په ګډون سیمه ییز بحث وشو. سرچینې زیاته کړې چې په دې ویډیویي ناسته کې د افغانستان، ایران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازو هم برخه اخیستې وه. په خبرپاڼه کې راغلي له دې ناستې څخه موخه د افغانستان سولې ، ثبات او پرمختګ سره د ګاونډیو هیوادونو لیوالتیا او د نړیوالو قوتونو همکاري وه. سرچینې ویلي چې په دې ناسته کې د افغانستان په هر اړخیزې سولې پروسې او بین الافغاني مذاکراتو کې د سیمه ییزو همکاریو او ملاتړ باندې خبرې وشوې. د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې راغلي چې ګډونوالو د افغانستان له سولې، ثبات او پرمختګ سره خپل یووالی څرګند او د ملګرو ملتونو د سرمنشي لخوا داوربند د غوښتنې ملاتړ یې وکړ، څو د کرونا پر ضد په سمه توګه مبارزه وکړی شي.