په وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې درنو جګړو د ښکېلو اړخونو ترڅنګ ملکي وګړو ته هم پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. په بغلان، لغمان، کندهار، هلمند او ګڼو نورو ولایتونو کې د جګړې له امله ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي. د ډېرو خلکو کورونه نړېدلي دي، ډېری کسان بې ځایه شوي او ډېرو ته پراخ مالي زیانونه هم اوښتي دي. د جګړې دا شدت او ډول ولسي وګړي له یو جدي ناورین سره مخ کړي او د جګړې دوام به حالت تر دې لا زیات خراب کړي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې په روان کال کې سل زره کسانو خپل کورونه پرې اېښي دي. که وروستۍ شمېرې ورسره یو ځای شي، ښايي د کورنیو بې ځایه شوو شمېر تر دې هم زیات شي.
له بده مرغه د جګړې دواړه غاړې د جګړې ټول اصول او اخلاق تر پښو لاندې کوي. د دوی د جګړې ډول داسې دی چې په طبیعي ډول پکې ملکي وګړي زیانمېږي. دا جګړه د ملکي وګړو په کورونو، ځمکو، باغونو، لویو او کوچنیو لارو کې ده. جګړه په هغه ځای کې ده چې له ملکیانو ډک وي. دا جګړه نه په غرونو کې ده او نه هم په دښتو کې، له همدې امله د دې جګړې تر ټولو ستر مالي او ځاني زیان ملکي وګړو ته اوړي. له بده مرغه طالبان د خلکو له کورونو، ځمکو او باغونو څخه پر حکومتي ځواکونو بریدونه کوي. حکومتي ځواکونه هم ډېر وخت په هغه ځایونو کې مرکزونه او پوستې جوړوي چې هلته ملکي وګړي اوسېږي. کله چې طالبان پر حکومتي ځواکونه بریدونه کوي، نو حکومتي ځواکونه هم د ملکي وګړو ژوند او مال ته پام نه کوي او بریدونه کوي. په دې ډول هم طالبان د ملکي وګړو ژوند او مال ته پام نه کوي او هم حکومتي ځواکونو ته دا چاره مهمه نه ښکاري.
ښکاري چې راتلونکې څو میاشتې به لا سختې جګړې وشي. ولسوالۍ به لاس پر لاس شي. په لویو او کوچنیو لارو به بریدونه وشي. ملکي وګړي به په جګړو کې را ګېر شي، کورونه به یې ونړول شي، په ځمکو او باغونو کې به یې جګړه وشي، بمبارۍ به پرې وشي، په لارو کې به د سړک غاړې ماینونو قرباني شي او په هره جګړه کې به پراخ مالي او ځاني زیانونه ور واوړي. په دې ډول به د کورنیو بې ځایه شوو او بې کوره شوو شمېر زیات شي، د معیوبینو، شهیدانو، کونډو او یتمیانو شمېرې به زیاتې شي، خو د جګړې ښکېل اړخونه به بیا هم یو بل مات نه کړي او هېڅ لویه لاسته راوړنه به ونه لري.
دا جګړې یوازې زموږ دردونه او غمونه زیاتوي، له همدې امله پکار ده چې ودریږي. دواړه اړخونه دې د یو بل وژلو، جګړې او تاوتریخوالي پر ځای په خبرو ټینګار وکړي. شرطونه، سرې کرښې او نور خنډونه باید لرې شي او دواړه اړخونه باید د خلکو دغه درد، کړاو او ستونزو ته وګوري او نور له دې خلکو سره ظلم او زیاتی بند کړي. ددې لاره یوازې همدا ده چې په واقعي مانا د سولې هڅې وکړي، قربانۍ وکړي او افغانان له دې عذابه خلاص کړي.