د ملي دفاع وزارت وايي، چې په بغلان کې یې۶۲کسان د طالبانو له یوه زندان څخه خوشي کړي دي. د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې تېره شپه افغان ځواکونو د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په نوروزک سیمه کې عملیات ترسره کړي دي چې په پایله کې یې د طالبانو یو زندان مات کړی او ۶۲ کسان يې له دې زندان څخه خوشي کړي دي. په اعلامیه کې وړاندي راغلي چې په دې کسانو کې ۳۶ تنه نظامیان دي او پاته نور یې ملکي وګړي دي. دفاع وزارت دغه راز ویلي، چې ددې عملیاتو پرمهال څلور تنه طالب وسله وال هم وژل شوي دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د یادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندي هم افغان ځواکونو په هرات ولایت کې د طالبانو یو زندان مات کړي و او ۴۱ کسان یې آزاد کړي وو.