د ډیپلوماټ خپرونې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د پایلو په اړه یوه لیکنه خپره کړې ده. لیکنه کې راغلي چې له افغانستانه د امریکایي سرتېرو وتل ښایي نوي امنیتي ګواښونه وزېږوي. لیکنه کاږي، د ځواکونو د ایستلو په اړه د بایډن پرېکړې د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونو ته اندېښنې پیدا کړې دي. د لیکنې په دوام راغلي، چین او یو شمېر نور هېوادونه د افغانستان د راتلونکي وضعیت په اړه اندېښمن دي او وایي چې ممکن دغه هېواد یو ځل بیا د بهرنیو ترهګرو پر خوندي پټنځای بدل شي. د سرچینې په خبره، د ځواکونو وتل به د طالبانو د پیاوړتیا سبب شي او دا چاره به بهرنیو لوبغاړو ته دا زمینه برابره کړي چې د خپلو جیوپولیټیک یا اقتصادي ګټو په خاطر د خلا د ډکولو هڅه وکړي، نو امریکا ته په کار ده چې په دې برخه کې ټول اړخونه په پام کې ونیسي.