کابل ښار او ولایتونو کې د ګرځبندیز له امله اقتصادي ستونزو د افغانستان برېښنا شرکت هم زیانمن کړی او خلک په وخت د برېښنا بېل نه ورکوي. د افغانستان د برېښنا شرکت د مسوولینو په وینا تر ټولو ډیر پوروړي یې دولتي ادارې، صنعتکاران او خصوصي سکتور دی چې پورونه یې میلیاردونو افغانیو ته رسېږي. د برېښنا شرکت مشر امان الله غالب وايي، که پورونه په وخت ور نکړي او ستونزې حل نشي تر راتلونکو دوو میاشتو به پر کابل ښار وارداتي برېښنا بنده شي. د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې دفاع او کورنیو چارو وزارتونه هغه دولتي بنسټونه دي چې تر ټولو ډېر زیات پور پرې پاتې دی، خو کورنیو چارو وزارت وايي د پورونو لېست ورسره نه دی شریک شوی. ماليې وزارت بیا د پورونو د ورکړې په برخه کې د جدي اقداماتو ژمنه کوي او زیاتوي چې له وارداتي هېوادونو غواړي د پيسو په برخه کې انعطاف وکړي.