فارین پالیسي نشریې تازه په یوه مقاله کې لیکلي، څو اونۍ وړاندې افغان حکومت د جګړې د پای ته رسولو او سولې لپاره کار کاوه، خو اوس له یوې نوې پدېدې سره په جګړه بوخت دی. نشریه زیاتوي افغانستان د کمزوري او ویجاړ روغتیايي سیستم په مرسته غواړي له داسې یوه ویروس سره مبارزه وکړي چې هغه د نړۍ پرمختللي هېوادونه ناکام کړل. سرچینه کاږي که پر وخت ددغه ویروس د لا پراختیا مخه و نه نیول شي نو ښایي میلیونونه افغانان په کرونا اخته شي او تر هغه وروسته به د هېڅ کار د ترسره کولو امکان نه وي. فارین پالیسي لیکي په افغانستان کې روغتیايي خدمات کم دي، روغتیايي بنسټونه کمزوري دي، جګړه روانه ده، عامه پوهاوی کم دی نو ددغه نړیوالې وبا تلفات به په افغانستان کې ترجګړو ډېر وي.