عامې روغتیا وزارت وايي چې د کرونا پېښې په چټکۍ سره ورځ تر بلې زیاتېږي او دا د جدې اندېښنې وړ ده. دې وزارت ویلي چې د کابل په ګډون د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې به ټولې دولتي او خصوصي تعلیمي ادارې، ښوونځي او پوهنتونونه د دوو اونیو لپاره تړلي وي. لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو هم د روغتیا وزارت یاده پرېکړه تایید کړې او زیاتوي چې تر دویم امر پورې به ټول دولتي او خصوصي تعلیمي بنسټونه تړلي وي.
د عامې روغتیا وزارت دا پرېکړه د خلکو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې، خو ډېری خلک د دې پرېکړې مخالفین دي. په یوه څو دېرش میلیوني هېواد کې د ورځې تر زرو کمې پېښې په هېڅ ډول هغسې جدیت نه ښيي، چې ورسره باید ټول پوهنتونونه او ښوونځي وتړل شي. له بله اړخه خلک په عملي ژوند کې په بېلابېلو پروګرامونو کې را ټولیږي، نه خلک دا پروګرامونه بندوي او نه هم دولت کولی شي چې د دې پروګرامونو مخه ونیسي. کله چې بازارونه پرانیستي وي، ډلې ډلې خلک پکې ګرځي، کله چې خلک عامه ټرانسپورټ کاروي، ماسک او نور تدابیر ونه لري او کله چې خلک په لویو لویو غونډو کې را ټولیږي، نو په داسې وخت کې د پوهنتونونو او ښوونځیو بندول به څه ډول د کرونا له مخنیوي سره مرسته وکړي. خپله د افغانستان خلک کرونا جدي نه ګڼي او رښتیا هم کرونا تر اوسه پورې افغانستان کې کوم ستر ناورین نه دی رامنځ ته کړی، نو ځکه سخته ده چې حکومت دې خلک اړ کړي چې لازم تدابیر ونیسي. په داسې وخت کې بیا د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو تړل نه یوازې ګټه نه کوي، بلکې خلکو ته لوی زیان هم اوړي.
په وروستیو کې په تحصیلي بنسټونو کې خلک واکسین هم شول، خو بیا هم تحصیلي بنسټونه رخصت شول. دا چاره به د تعلیم او تحصیل په برخه کې ډېرې ستونزې پیدا کړي. افغانستان د نورو پیاوړو هېوادونو په شان هم نه دی چې په انلاین ډول تعلیمي او تحصیلي چارې مخ ته یوسي؛ ځکه دلته نه یوازې دا چې خلک سم او با کیفیته انټرنېټ نه لري، بلکې ډېر زدهکوونکي او محصلین ان موبایل او کمپیوټر هم نه لري، چې د انلاین زده کړو لپاره ترې ګټه واخلي. له همدې امله تېر تعلیمي کال هم پوره ضایع شو او ډېر کم درس پکې وویل شو او که سږ کال هم داسې پرېکړې کېږي، نو بیا به هم تعلیمي او تحصیلي کال ضایع کېږي. تر اوسه پورې د تعلیمي او تحصیلي ادارو هڅه هم دا وه چې د کرونا پر مهال یوازې محصلین او زده کوونکي له یوه ټولګي بل پورته ټولګي ته ولاړ شي، نه درسونه وو او نه هم هغسې ازموینه چې پر اساس یې د زدهکوونکو او محصلینو سمه ارزونه وشي. په دې ډول تعلیمي او تحصیلي سکټور یوه ضربه ولیدله او دا دي اوس بیا له همغې ستونزې سره مخ کېږي.
د کرونا د مخنیوي لپاره باید یا خو په ټولو برخو کې جدي ګامونه واخیستل شي او یا هم باید تعلیمي او تحصیلي بنسټونه پرېښودل شي چې د تدابیرو په مراعاتولو سره خپل فعالیت ته دوام ورکړي. د کرونا د مخنیوي اغېزناکه لاره دا ډول بندیزونه نه دي او نه یې هم په نړۍ کې مثبته پایله لرلې، بلکې نورې اغېزناکې لارې شته چې پکار ده پرې تمرکز وشي.