د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلو ولایتونو کې ۲۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي او په دې سره د مثبتو پېښو شمېر ۹۳۳ ته رسېدلی دی. د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ۳۰۸ نمونې په خپلو لابرتوارونو کې ازمویلې دي. دده په وینا له دې ډلې ۲۷ یې مثبت وو، چې ۱۲ په کابل، ۷ په پکتیا، ۴ په لوګر، دوې په هرات، او یوه یوه پېښه په بامیانو او دایکندي کې ثبت شوې ده. نوموړي یو ځل بیا پر خلکو غږ وکړ چې ددوی سپارښتنو ته پام وکړي او په خبره یې که خلک د روغتیايي بنسټونو او نړیوالو ادارو سپارښتنې و نه مني نو د هر ډول بحران د رامنځ ته کېدو خطر شته دی. دده په خبره لا هم په هېواد کې د مثبتو پېښو د ثبت ګراف لوړ دی او دې مسئلې دوی اندېښمن کړي دي.