پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د سولې پروسه باید ملي شي او مشري دې یې د افغانانو لاسته ولوېږي. نوموړي پرون په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې له سولې بهرنیانو خپل ځان ته د ګټې پروژه جوړه کړې ده، خو افغان لورو ته پکار ده چې دا بهیر له پروژهوالي را وباسي او پر ملي پروسه دې یې بدل کړي. حامد کرزي وویل روان جنګ د پردیو د ګټو لپاره دی او بهرنیان افغانستان ته سوله نه راولي، نو ځکه افغانان باید جګړه ودروي او سوله وکړي.
پوښتنه دا ده چې د سولې هڅې څه ډول د بهرنیانو له پروژې څخه په ملي پروسه بدلېدلی شي؟
د سولې په خبرو کې ځکه تر اوسه پورې اساسي پرمختګ نه دی شوی چې هر څه د بهرنیانو په لاس کې وو او افغانان تر ډېره بې واکه شوي وو. که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه وشوه او دواړو لورو دا هوکړه تر ډېره عملي کړې هم ده، خو د سولې بین الافغاني خبرې لا هم په ټپه ولاړې دي. نه یوازې په دې خبرو کې کوم مهم پرمختګ نه دی شوی، بلکې اوس دواړه اړخونه یو له بل سره ویني هم نه. د دې تر څنګ په ټول هېواد کې سختې جګړې دي، چې پکې دواړو لورو ته هره ورځ تر سلو ډېر کسان وژل کېږي او نور پراخ مالي زیانونه هم اوړي. داسې ښکاري چې که د سولې هڅې په همدې ډول وي، نه یوازې سوله به ونه شي، بلکې د سولې دا فرصت به ضایع شي او موږ به یوې بلې جګړې ته ور ټېل وهل شو.
پر یوه ملي او افغاني پروسه د سولې هڅو د بدلېدو لپاره تر ګردو لومړی ګام دا دی چې ښکېل اړخونه یو پر بل باور وکړي. له بده مرغه تر اوسه پورې هم یو پر بل باور نشته، دواړه اړخونه آن د عادي ناستې لپاره هم د بهرنیانو مداخلې ته اړتیا ويني او که کوچنی توافق هم کوي، د بهرنیانو په فشار او د هغوی په غوښتنه یې کوي. پکار ده چې نور دواړه اړخونه یو پر بل باور وکړي، مخامخ، رڼې او د بهرنیانو له حضور او مداخلې پرته خبرې وکړي. که دواړه اړخونه په اخلاص او رښتینې مانا یو له بل سره کېني او خبرې وکړي، نو ډېرې ستونزې به حل شي. له بله اړخه دواړه اړخونه باید د بهرنیانو د مداخلې او بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه واحد دریځ پیدا کړي. د دې تر څنګ که شونې وي چې ورو ورو دې خبرې له هغو ځایونو را وایستل شي چې هلته د بهرنیانو د مداخلي او فشار امکان زیات وي. که ممکنه وي دا خبرې دې په افغانستان کې هم پیل شي او ورو ورو دې پیاوړې شي. تر دې مهمه دا چې دواړه اړخونه باید یو واقعي افغان لوری پیدا کړي چې د درېیمګړي رول ولوبوي؛ دواړه اړخونه دې پرې باور وکړي او خبرې ته دې یې غوږ کېږدي.
که د سولې روانې هڅې افغاني او ملي نه شي، نو دا خبره سمه ده چې جګړه به دوام کوي، بهرنیان به پکې خپلې ګټې ګوري او افغانان به یوازې د سونتوکو په توګه پکې کارول کېږي.