د خوست ولایت ځایي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د وسله والو کسانو په دوو جلا بریدونو کې درې محصلین او دوه پولیس وژل شوي دي. د یاد ولایت د پولیسو ویاند نجیب احمد ویلي چې لومړۍ پېښه نن سهار د صبريو ولسوالۍ د يعقوبيو ښارګوټي ته څېرمه پر یو موټر د وسله والو د برید له امله رامنځته شوې چې په پایله کې یې درې کسان چې محصلین وو وژل شوي او یوه بله ښځه ټپي شوې ده. د نوموړي په خبره، دویم وسله وال برید د ټنیو ولسوالۍ په سره کوټ سیمه کې د پولیسو پر موټر شوی دی چې په نتیجه کې یې دوه پولیس وژل شوي دي. تر اوسه د یادو بریدونو پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.