د سولې پروسې له پڅ بهیر سره هممهاله د هېواد په نږدې ټولو ولایتونو کې شدیدې جګړې روانې دي، چې هره ورځ پکې د جګړې پر ښکېلو غاړو سربېره، ګڼو ملکي افغانانو ته هم زیانونه اوړي. په ولایتونو کې پر مخامخ جګړو او نښتو سربېره، په پلازمېنه کابل او نورو لویو ښارونو کې د هدفي وژنو خونړۍ او مبهمه لړۍ هم روانه ده، چې په ښکاره توګه یې څوک مسوولیت نه مني، خو دیني عالمان، ژورنالیستان، د پوهنتون استادان، د حکومت ملکي او نظامي مامورین او دغه راز سیاسي او مخور شخصیتونه پکې په نښه کېږي. حکومت د دغو پېښو مسوول طالبان بولي، خو طالبان بیا بیا وايي چې دغه ډول وژنې د دوی کار نه دی او په خبره یې، د حکومت استخباراتي کړۍ دغه ډول وژنې کوي، ترڅو په دې سره نړیوالو ته د افغانستان وضعیت ډېر ترینګلی وښيي، د سولې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او دغه راز له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مخه ونیسي.
د دواړو لورو دا ډول څرګندونې او یو پر بل د تورونو او ادعاوو لګول د هېچا په ګټه نه دي، ښکېل اړخونه دې د روانې جګړې حساسیت درک کړي، ځکه روانه جګړه مطلق افغاني شوې، دواړو غاړو ته یوازې افغانان پکې قرباني کېږي، بهرنیو استخبارتي کړیو هم د جګړې د دوام او د وضعیت د لا پېچلتيا په موخه هڅې ګړندۍ کړي. افغانان له روان وضعیت ستړي شوي، جګړو ترې ډېرې قربانۍ اخیستي او د امید سترګې یې یوازې د سولې خبرو ته دي.
د جګړې ښکېلې غاړې دې د افغانانو دغو غوښتنو او هیلو ته لبیک ووايي، د پردیو موخو او ګټو لپاره دې جګړه نوره نه اوږدوي، له رامنځته شوي فرصت دې ګټه پورته کړي، پر سولې دې تمرکز ډېر کړي. مهمه دا چې په اوسنیو دریځونو دې ډېر ټينګار نه کوي، بلکې د سولې خبرو د بریالي کېدو او یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره دې په خپلو دریځونو کې دې نرمښت راولي، په دوحه کې دې د سولې په ټپه ولاړ مذاکرات بېرته پیل کړي، خپلې غوښتنې دې د سولې پر مېز مخامخ یو او بل ته ووايي او تر ټولو مهمه دا چې نور دې روانې افغان وژنې او ورور وژنې ته د پای کېږدي. خو که له دې سره سره، بیا هم دواړه اړخونه پر جګړې تمرکز کوي، یوه خوا د واک د دوام لپاره جګړه اوږدوي او بله خوا د واک د ترلاسه کولو لپاره؛ زیان به یې یوازې افغانانو ته اوړي، افغانان به پکې وژل کېږي، ټپیان کېږي، کورونه به یې ورانېږي او په دې ډول به وضعیت نور هم پېچلی شي. د افغان جګړې سیمهيیز او نړیوال ملاتړي به ډېر شي او ان د یوې سختې کورنۍ جګړې د پیل وېره هم شته چې په هغه وخت کې به یې مدیریت د دواړو لورو له کنټروله وتلی وي او بیا به نړیوالو زبرځواکونو ته په افغانستان کې د مداخلې بهانې په لاس ورشي.
په ټوله کې روان وضعیت د هېچا په ګټه نه دی، اوس موږ د جګړې د اوږېدېدو پر ځای د جګړې پای ته رسېدو او د سولې یوه معقول تفاهم ته اړتیا لرو، داسې تفاهم چې ټول لوري پکې خپل ځانونه او حقونه خوندي حس کړي.